د ایران د بهرنیو چارو وزیر په منځنې ختیځ کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف سره په ایران کې د روان وضعیت او لاریونونو په اړه خبري کړې دي.
په همدې حال کې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم دا خبري تائید کړې دي.
په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا نظامي بریدونو احتمال زیات شوې، تازه د دواړو لوریو ترمنځ خبرو بحث ګرم شوی دی.
تر دې وړاندې ټرمپ هم ویلي وو، چې ایراني چارواکو ورسره د اټومي پروګرام پر سر د خبرو لپاره لېوالتیا ښودلې.
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نن رسنیو ته خبرو کې تائید کړه چې ایران لخوا ورته د خبرو وړاندیز شوی خو لاهم په نظامي برید غور کوي.




