کابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د یونان د کریت ټاپو ته نږدې په یوه نیمه پرې شوې کښتۍ کې د لږ تر لږه ۱۷ کډوالو او پناهغوښتونکو مړي موندل شوي دي.
د یاد هېواد ساحلي ساتونکو ویلي، دغه پېښه د شنبې په ورځ، د کریت له سوېل لویدیځ ۲۶ بحري میله (شاوخوا ۴۸ کیلومتره) واټن کې رامنځته شوې ده.
د یونان د ساحلي ساتونکو یوې ویاندې ویلي، ټول مړه شوي کسان نارینه دي او دوه ژوندي پاتې کسان، چې روغتیایي حالت یې نازک دی، روغتون ته لېږدول شوي دي.
د آتن خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا کښتۍ یو ترکي سوداګریزې بېړۍ لیدلې او چارواکو ته یې خبر ورکړی و.
د اتن خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې د یونان ساحلي ساتونکو دوه کښتۍ د مرستې لپاره لېږلي او د اروپايي ټولنې سرحدي ادارې "Frontex" هم یوه بېړۍ، الوتکه او هیليکوپټر ور لېږلي دي.
ژوندي پاتې کسانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کښتۍ د خراب موسم له امله بېثباته شوې وه او دوی له خوراک، څښاک او سرپناه څخه محروم شوي وو.
په همدې حال کې د یونان ښاري چارواکو ویلي، کښتۍ له دوو خواوو پرې شوې وه، چې له امله یې ټول مسافر په یوه کوچنۍ برخه کې ګیر پاتې وو.
دیونان د دولتي ټلوېزیون ERT پر وینا، ښایې په کښتۍ کې مړه شوي کسان د تندې له امله مړه شوي وي.
د یادونې وړه ده، چې په تېر یو کال کې کډوالو له لیبیا څخه د اروپایي ټولنې خاورې ته د رسېدو لپاره د کریت ټاپو لار غوره کړې ده.




