د Canalys کمپنۍ اداره وایي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په د نړۍ په کچه تر ټولو ډير پلورل شوی موبایل د ایپل کمپنۍ ایفون ۱۴ پرومکس دی.
د ټلیفونونو د پلورل او ارقامو اړوند کمپنۍ Canalys په یوه راپور کې د هغو لس ډوله موبایل ټلیفونونو په اړه معلومات خپاره کړي چې په ۲۰۲۳ کال کې له نورو ډیر پلورل شوي دي.
په دغه لیست کې له ۱۰ سمارټ فونونو څخه ۷ یې د ایپل لخوا جوړ شوي آیفونونه دي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې تر ټولو غوره پلورل شوی تلیفون د آیفون ۱۴ پرومکس و چې ۳۴ میلیونه سیټونه یې پلورل شوي دي.
دویم یې بیا د آیفون ۱۵ پرومکس و چې همدا تېره سپټمبر کې بازار ته وړاندې شو.
د یاد سمارټ فون ۳۳ میلیونه سیټونه په لومړیو درېیو میاشتو کې پلورل شوي دي.




