کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ۲۰۲۴ شل اوريز نړۍوال جام د هند په بریا پای ته ورسېد

د ۲۰۲۴ کرکټ شل اوريز نړۍوال جام چې شل لوبډله پکې برخه اخيستې وه تېره شپه يې پای لوبه د هند او سويلي افريقا ترمنځ ترسره شوه.   په ياده لوبه کې هند لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.   په ځوابي توپوهنه کې سويلي افريقا د ټولو اورونو په لوب…

2024-06-29 20:03 174۱ دقیقې لوستل
د ۲۰۲۴ شل اوريز نړۍوال جام د هند په بریا پای ته ورسېد

د ۲۰۲۴ کرکټ شل اوريز نړۍوال جام چې شل لوبډله پکې برخه اخيستې وه تېره شپه يې پای لوبه د هند او سويلي افريقا ترمنځ ترسره شوه.

 

په ياده لوبه کې هند لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

 

په ځوابي توپوهنه کې سويلي افريقا د ټولو اورونو په لوبولو سره ونه توانېده چې دغه هدف پوره کړي او د ۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

 

د هند لپاره ويرات کوهلي تر نورو ډېرې ۷۶ منډې وکړې او دغه راز هندی تېز توپ اچوونکی جسپرت بومرا بیا د دغه شل اوريز نړۍوال جام ترټولو غوره توپ اچوونکی وګڼل شو.

 

دا لومړی ځل وو چې سويلي افريقا د خپل کرکټ په تاريخ کې د نړۍوال جام پای لوبې ته ووتل، خو بريالي نشول چې دغه اتلولي وګټي.

 

په‌ ياد‌ جام کې ترټولو ډېرې ۲۸۱ منډې دې رحمن الله ګربز او ترټولو ډېرې ۱۷ ويکټې په اته لوبو کې د افغان تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي وې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب