ڪابل (کوه نور، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان "WHO" نن جمعه ویلي، تېر یو نیم کال کې له جګړه ځپلې غزې څخه د بېړنۍ طبي وېستلو په تمه له ۱۰۰۰ ډېر ناروغان مړه شوي دي.
د یاد سازمان مشر، تدروس ادهانوم ګبریسس، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له دوو کلونو راپهدېخوا د جګړې له پیل راهیسې يې له خپلو شریکو سازمانونو سره یو ځای له غزې له ۱۰ زرو او ۶۰۰ ډېر ناروغان وېستلي، چې له دې منځه پنځه زره او ۶۰۰ یې ماشومان وو.
هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې لا هم ډېر ناروغان په غزه کې وېستلو او مناسبې درملنې ته د لاسرسي په تمه دي.
د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ د جولای او د ۲۰۲۵ د نومبر تر ۲۸مې پورې ۱،۰۹۲ ناروغان د طبي وېستلو ته په انتظار کې مړه شوي دي.
تدروس زیاته کړې، دا شمېرې ښايي تر حقیقي شمېرو کمې وي او له نورو هېوادونو یې غوښتنه کړې، چې د غزې ناروغانو ته خپلې دروازې پرانیزي.




