کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ذولفقاري: جګړه به د امریکا او اسرا... تر ماتې دوام کوي

ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قومنداني ویاند، ابراهیم ذوالفقاري ويلي، «د خدای په  توکل سره به دا جګړه به تر هغه دوام وکړي، چې تر څو د امريکا او اسراييلو سپکاوی او رسوايي یقیني شي.»   نوموړی زياتوي، چې امریکا او اسراییلو ته اعلان کوو، چې د ایران د پوځي ځواک او تجهیزاتو په اړه ستاسو استخباراتي معل…

2026-04-02 06:18 252۱ دقیقې لوستل
ذولفقاري: جګړه به د امریکا او اسرا... تر ماتې دوام کوي

ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قومنداني ویاند، ابراهیم ذوالفقاري ويلي، «د خدای په  توکل سره به دا جګړه به تر هغه دوام وکړي، چې تر څو د امريکا او اسراييلو سپکاوی او رسوايي یقیني شي.»

  نوموړی زياتوي، چې امریکا او اسراییلو ته اعلان کوو، چې د ایران د پوځي ځواک او تجهیزاتو په اړه ستاسو استخباراتي معلومات ناسم دي،  تاسو د ايران له پراخو او ستراتیژیکو پوځي  وړتیاوو په اړه په هېڅ نه پوهېږي.

ذولفقاري زياتوي، چې امريکا فکر کوي، چې دايران  ستراتیژیکو توغندیو د تولید مرکزونه، اوږده واټن توغندي او دقیق هدف ویشتونکې بې‌پیلوټه الوتکې، عصري هوايي دفاعي او برېښنايي جګړې سیستمونه، او ځانګړي تجهیزات له منځه وړي دي؛ خو د دوی دا فکر ناسم دی‌.

د خاتم الانبياء مرکزي قرارګاه وياند همداراز ويلي، امريکا او اسرائيل دهغه يرغل بیه بايد ورکړئ، چې په يو مسلمان هېواد يې کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب