کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

رابرت مالي: ټرمپ ناهيلی شوی او هره ورځ د ایران پر وړاندې د جګړې موخې بدلوي

د ايران لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي رابرت مالي ويلي، چې د امريکا ولسمشر او د هغه د سلاکارانو څرګندونې ښيي چې دوي ناهيلي شوي او په روانه جګړه کې خپل توان له لاسه ورکوي. د مالي په وينا، چې ایران لا هم د هرمز تنگي کلې په لاس کې لري او د نړیوال اقتصاد زيانمن کولو توان لري. نوموړی زياتوي، چې امریکا او اسرایل د ایران…

2026-03-29 02:32 190۱ دقیقې لوستل
رابرت مالي: ټرمپ ناهيلی شوی او هره ورځ د ایران پر وړاندې د جګړې موخې بدلوي

د ايران لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي رابرت مالي ويلي، چې د امريکا ولسمشر او د هغه د سلاکارانو څرګندونې ښيي چې دوي ناهيلي شوي او په روانه جګړه کې خپل توان له لاسه ورکوي.

د مالي په وينا، چې ایران لا هم د هرمز تنگي کلې په لاس کې لري او د نړیوال اقتصاد زيانمن کولو توان لري.

نوموړی زياتوي، چې امریکا او اسرایل د ایران د توغندیو او اټومي توانایۍ کمزوري کړې او د سیمې نفوذ یې هم محدود کړی، خو ایران اوس هم دومره قوت لري د سیمې او نړۍ ته په اقتصادي لحاظ زیان ورسوي.

دا پخوانی امریکايي چارواکی باور لري، چې د هر ډول دیپلوماتیکې هوکړې ترلاسه کول ممکن نه دي، تر څو چې جګړه په عمل کې ودریږي، ځکه هر لوري باور لري چې بریالی شوی او نور کارونه ترسره کولی شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب