کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

رانا ثنا‌الله: عمران خان له مونږ سره د هند په ژبه خبرې کوي

ڪابل (کوه نور، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، رانا ثناءالله ویلي، چې پاکستان تحریک انصاف "PTI" له حکومت سره د مذاکراتو هیله نه لري او عمران خان د ګوند هیڅ غړي ته اجازه نه ده ورکړې، چې خبرې اترې وکړي. نوموړي دا څرګندونې له جیو نیوز سره د مرکې پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې، چې PTI ته څو ځله د خبرو اترو وړ…

2025-12-08 22:20 234۲ دقیقې لوستل
رانا ثنا‌الله: عمران خان له مونږ سره د هند په ژبه خبرې کوي

ڪابل (کوه نور، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، رانا ثناءالله ویلي، چې پاکستان تحریک انصاف "PTI" له حکومت سره د مذاکراتو هیله نه لري او عمران خان د ګوند هیڅ غړي ته اجازه نه ده ورکړې، چې خبرې اترې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې له جیو نیوز سره د مرکې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې PTI ته څو ځله د خبرو اترو وړاندیز شوی؛ خو دوی پرېکړه کړې، چې د پاکستان له حکومت سره خبرې و نه کړي.

رانا ویلي، که هغوی د پاکستان د وزیراعظم لخوا د خبرو کولو وړاندیز منلی وای، نو د هېواد د سیاسي ګډوډۍ کچه به راټیټه شوې وای.

رانا ثناء دا هم ویلي، چې عمران خان او د "PTI" نور مشران هماغه ډول خبرې کوي، کومې، چې هند کوي.

 هغه ادعا کړې، چې دا مهال شاوخوا ۸۰ سلنه د PTI غړي د عمران خان له سیاست او تګلارې سره موافق نه دي.

نوموړي په همدې حال کې له یوه بل خصوصي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي، چې جلسو کې شوې خبرې به ورته سخت پیغام ولري او دوی به د خپلو اعمالو سزا وویني.

رانا ثناءالله دا هم ویلي، چې د عمران خان پر ضد د غدارۍ د قضیې امکان ردېدونکی نه دی او ده ته به هم هغه برخلیک ورپه برخه شي کوم چې ایم‌کیو‌اېم یا د هغې بنسټ‌ګر ته ور په برخه شو.

د هغه پر وینا، ډېر ژر به خلک دا فرق درک کړي چې اصلي PTI کومه ده او "اډیاله PTI" کومه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب