کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

راپورونه: امريکا غواړي اسرا... لومړی پر ايران بريد وکړي

پولیتیکو د راپور له مخې، امریکا دا غوره ګڼي چې اسرائیل د ایران پر وړاندې د هر ډول احتمالي پوځي اقدام پیلوونکی وي. د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې اسرائیلي چارواکو خپل پوځ ته د ایران پر ضد د بشپړ چمتووالي لارښوونه کړې وه.  همداراز، یو شمېر ایراني او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي اسرائیل د امریکا تر مستقیم ګډ…

2026-02-26 00:30 220۱ دقیقې لوستل
راپورونه: امريکا غواړي اسرا... لومړی پر ايران بريد وکړي

پولیتیکو د راپور له مخې، امریکا دا غوره ګڼي چې اسرائیل د ایران پر وړاندې د هر ډول احتمالي پوځي اقدام پیلوونکی وي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې اسرائیلي چارواکو خپل پوځ ته د ایران پر ضد د بشپړ چمتووالي لارښوونه کړې وه. 

همداراز، یو شمېر ایراني او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي اسرائیل د امریکا تر مستقیم ګډون وړاندې پر ایران برید وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده نن پنجشنبه په جینوا کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټمي خبرو درېیم پړاو پیل شي؛ هغه مذاکرات چې د سیمې پر امنیتي وضعیت مستقیم اغېز لرلای شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب