خبرياله: نازو عمري
د امریکا د پوځي چارواکو لوړپوړي سرچینې وايي، د منځني ختیځ د دې هېواد له یوه مهم متحد سره دا معلومات شریک شوي چې امکان لري؛ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په پای کې پر ایران د امریکا د پوځي اقدام اجازه صادره کړي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې که واشنګټن د برید پرېکړه وکړي، نو دا عملیات ښايي د یکشنبې له ورځې پیل شي.
دا پداسې حال کې ده، چې ایران تر دې وړاندې ویلي، وو که امریکا پرې برید وکړي نو غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي.




