راپورونه: ځینو عربي هېوادونو له امریکا پر ایران د بریدونو د دوام غوښتنه کړې
د منځني ختیځ ځینو هېوادونو له امریکا غوښتي، چې پر ایران دې خپل بریدونه دوامداره وساتي. آسوشیټېدپرس د راپور له مخې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې ایران اوس هم د هوايي بریدونو وړتیا لري او باید تر پوځي فشار لاندې وساتل شي.هممهاله بحرین او کوېټ هم ټینګار کړی، چې جګړه باید تر…
2026-03-31 03:51 84۱ دقیقې لوستل
د منځني ختیځ ځینو هېوادونو له امریکا غوښتي، چې پر ایران دې خپل بریدونه دوامداره وساتي.
آسوشیټېدپرس د راپور له مخې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې ایران اوس هم د هوايي بریدونو وړتیا لري او باید تر پوځي فشار لاندې وساتل شي.
هممهاله بحرین او کوېټ هم ټینګار کړی، چې جګړه باید تر هغه وخته دوام وکړي؛ تر څو چې د ایران په رهبرۍ او سیاستونو کې بدلون رامنځته نه شي.
راپور زیاتوي، چې متحده عربي اماراتو په ایران کې د ځمکنیو عملیاتو غوښتنه هم کړې ده.
دغو هېوادونو تراوسه په دې اړه رسمي څه ندي ویلي.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.