کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

رضا امیري: د بندرونو محاصره کول غیر قانوني او غبرګون پاروونکي دي

اسلام اباد کې د ايران سفير رضا امیري مقدم ويلي، چې د امريکا له لوري د بندرونو محاصره کول غیر قانوني او غبرګون پاروونکي دي. هغه زياته کړې، د امريکا دغه ډول کړنې به سیمه کې کړکېچ نور هم ډېر کړي. رضا زياته کړې، د امريکا يادې کړنې دا پیغام لري، چې ټول کارونه دې د زور له لارې وشي، چې پايله يې له زيان پرته بل څه نه ده. هغه ټ…

2026-04-14 09:42 64۱ دقیقې لوستل
رضا امیري: د بندرونو محاصره کول غیر قانوني او غبرګون پاروونکي دي

اسلام اباد کې د ايران سفير رضا امیري مقدم ويلي، چې د امريکا له لوري د بندرونو محاصره کول غیر قانوني او غبرګون پاروونکي دي.

هغه زياته کړې، د امريکا دغه ډول کړنې به سیمه کې کړکېچ نور هم ډېر کړي.

رضا زياته کړې، د امريکا يادې کړنې دا پیغام لري، چې ټول کارونه دې د زور له لارې وشي، چې پايله يې له زيان پرته بل څه نه ده.

هغه ټينګار کړی، چې «اقتصادي ترهګري» د سيمې خلک په خطر کې اچوي.

هغه يادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټرمپ د هرمز تنګي ترڅنګ د عمان او عرب سمندرګي د محاصرې امر کړی او خپلې جنګي بېړۍ يې هم يادو سیمو ته استولي دي.

هاخوا بیا ایران ګواښ کړی، چې د هرمز تنګي د محاصرې په وړاندې جدي غبرګون ښيي او چاته اجازه نه ورکوي، چې د ايران بندرونه محاصره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښايي ايران او امريکا يو ځل بیا د همدې اوونۍ په پای کې د خبرو مېز ته کېني.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب