کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روبیو: هرمز تنګي کې د کېښتيو د ازاد تګ راتګ لپاره امنیت شورا ته د پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي، واشنګټن به هرمز تنګي د کېښتيو د ازاد تګ - راتګ لپاره د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین په همکارۍ چمتو شوې، د پرېکړه‌لیک مسوده د امنيت شورا ته وړاندې کړي. روبيو زياتوي، چې په دغه مسوده کې له ایران څخه غوښتل شوي، چې په هرمز تنګي کې بریدونه، ماین اېښ…

2026-05-06 00:20 196۱ دقیقې لوستل
روبیو: هرمز تنګي کې د کېښتيو د ازاد تګ راتګ لپاره امنیت شورا ته د پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي، واشنګټن به هرمز تنګي د کېښتيو د ازاد تګ - راتګ لپاره د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین په همکارۍ چمتو شوې، د پرېکړه‌لیک مسوده د امنيت شورا ته وړاندې کړي.

روبيو زياتوي، چې په دغه مسوده کې له ایران څخه غوښتل شوي، چې په هرمز تنګي کې بریدونه، ماین اېښودل او د تګ راتګ فیس اخیستل ودروي.

د نوموړي په وينا، چې په مسوده کې راغلي، چې ‌ايران به په هرمز تنګي کې د اېښودل شویو ماینونو شمېر او ځایونه افشا کړي او د هغو د لرې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

روبيو همداراز ويلي، چې د نړۍ شاوخوا څلورمه برخه نفت د هرمز له تنګي تېرېږي، او موږ به اجازه ور نه کړو چې ایران پرې کنټرول ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، چې هغه څه چې ایران په هرمز تنګي کې ترسره کوي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب