کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴):
اوکرايني ورځپاڼې انډيپنډنټ د دغه هېواد د هوايي ځواک له قوله راپور ورکړی دی چې روسيې تېره جولای مياشت پر اوکراين ۶۱۲۹ ډرونونه توغولي چې دا شمېر د همدې کال جون مياشتې په پرتله ډېروالی ښيي.
راپور کې راغلي، تېرو دوو مياشتو (جون او جولای) کې د روسيې هوايي بريدونه د پام وړ ډېر شوي دي.
راپور کې راغلي، روسيې د ۲۰۲۴ جولای کې پر اوکراين يواځې ۴۲۳ ډرونونه توغولي وو، چې دا شمېر د ۲۰۲۵ جولای د بريدونو په پرتله ۱۴ ځاي کموالي ښيي.
سرچینې د اوکراين د هوايي ځواکونو د وياند يوري اينات له قوله ليکلي، دا شمېرې يواځې اټکلي دي او ښايي چې د روسيې بريدونه له دې هم ډېر وي.
راپور کې راغلي، روسيې د تېرې مياشتې پر ۹مه نېټه په يوه شپه پر اوکراين ۸۲۸ ډرونونه وتوغول او د دغه هېواد لويديځ ښارونه لويو، لوتسک، خلمنيتسکي او ترنوپيل په نښه کړل.
روسيې پر اوکراين بريدونو کې له ايراني جوړ شاهد ډرون هم کار اخيستی دی.
دغه راپور داسې مهال خپريږي چې ټرمپ پوتين ته د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۲ ورځې وخت ورکړی او ويلي يې دي که جګړه پای ته ونه رسيږي نو پر مسکو به سخت بندیزونه ولګوي.




