کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسيې د اوکراین د انرژي‌ تاسیسات په نښه کړي

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي، روسيې د تېره ورځ (چهارشنبه) د دغه هېواد د انرژي‌ پر تاسیساتو بريدونه کړي دي.   دغه بريدونه چې د ياد هېواد په ځينو ښارونو د کروز، بالسټیک او بې پيلوټه الوتکو ترسره شوي د اوکراین ولسمشر غیر انساني بللي دي.   رويټرز د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي، په دغه بريدونو ک…

2024-12-25 20:42 87۱ دقیقې لوستل
روسيې د اوکراین د انرژي‌ تاسیسات په نښه کړي

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي، روسيې د تېره ورځ (چهارشنبه) د دغه هېواد د انرژي‌ پر تاسیساتو بريدونه کړي دي.

 

دغه بريدونه چې د ياد هېواد په ځينو ښارونو د کروز، بالسټیک او بې پيلوټه الوتکو ترسره شوي د اوکراین ولسمشر غیر انساني بللي دي.

 

رويټرز د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي، په دغه بريدونو کې يو تن وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

 

ورته‌ مهال بیا د امريکا ولسمشر جوبايډن دغه بريد‌ غندلی او له خپل دفاع وزارت يې غوښتي چې له کییف سره نورې پوځي مرستې هم وکړي.

 

روسیه دغه برید‌ داسې مهال کوي چې څه موده وړاندې يې د اټومي ځواکونو د ساتنې قومندان جنرال ايګور د اوکراین له لوري په يوه بمې چاودنه کې ووژل شو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب