روسي ځواکونو نن پنجشنبه د (جنوري ۱۶مه) د اوکراین د ګازو تاسیسات په نښه کړي دي.
يادو ځواکونو دغه تاسیسات په ۴۰ توغنديو او ۷۰ بې پيلوټه الوتکو تر برید لاندې نيولي وو.
رويټرز ويلي، د اوکراین دفاعي سیستم ۳۰ توغندي او ۴۷ بې پيلوټه الوتکې په نښه کړي او را نسکورې کړي دي.
که څه هم د بريدونو په اړه لا پوره جزيات ندي ورکړل شوي، خو سرچینې د اوکراین په لویدیځ کې د ځينو سرچينو په حواله ويلي چې دروبیچ کې دوه د انرژي بنسټونه زيانمن شوي دي.
ورته مهال بیا روسيې ويلي چې د اوکراین د انرژي تاسيسات يې په نښه کړي او په خپل هدف کې بريالي شوي دي.
د يادونې وړ ده چې له وړاندې هم روسيې د خپل اټومي ساتنې د چترال ويګوړ د وژنې په غچ کې چې اوکراين وژلی وو د دغه هېواد د انرژي تاسيسات په نښه کړي وو.




