د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د کرسک او همداراز د اوکراین په ځینو ختیځو سیمو کې یې د روانو پوځي عملیاتو په لړ کې د یاد هېواد درې کلي نیولي دي.
خبر پاڼه کې راغلي روسي ځواکونو د اوکراین درې مېشت ځایونه مالایا لوکنیا، چرکاسکویه پورچنویه او له اوکراین سره په پوله کې پروت د کوسیتا سیمو کنټرول یې تر لاسه کړی او لا یې هم پوځي عملیات ادامه لري.
د روسيې دفاع وزارت نن(دوشنبه، د کب ۲۰مه)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونو یې د کرسک په سرحدي سیمه کې یو کلی بیرته نیولی دی.
همداراز رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې روسي ځواکونه له سیمې څخه د اوکرایني ځواکونو د ویستلو په هڅه کې دي.
سرچینې وایې امریکا هڅه کوي چې پر اوکراین له هرې لارې فشار راوړي تر څو له روسیې سره سوله وکړي خو د اوکراین ولسمشر ولادي میر زیلینسکي وایې د خپل هېواد لپاره تل پاتې سوله غواړي خو شرط یې دا دی چې د سولې په خبرو کې به شتون لري.
د یادونې وړ ده چې اوکرایني چارواکو لا د روسيې د دفاع وزارت ددغه ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.




