کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیه: اوکراين لا تراوسه دې موقف ته نه دی رسېدلی چې د جګړې د پای لپاره دې روسيې ته شرطونه وټاکي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې هېواد يې له اوکراين سره د جګړې د حل په موخه ډيپلوماتيکې هڅې کوي؛ خو اوکراين لا دې موقف کې نه دی چې روسيې ته دې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه شرطونه وټاکي. هغې له يوې هندي رسنۍ سره خبرو کې ويلي، «روسیه د اوکراين د جګړې د ژر ډيپلوماتيک حل لپاره چمتو ده؛ خو…

2026-04-28 21:51 80۱ دقیقې لوستل
روسیه: اوکراين لا تراوسه دې موقف ته نه دی رسېدلی چې د جګړې د پای لپاره دې روسيې ته شرطونه وټاکي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې هېواد يې له اوکراين سره د جګړې د حل په موخه ډيپلوماتيکې هڅې کوي؛ خو اوکراين لا دې موقف کې نه دی چې روسيې ته دې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه شرطونه وټاکي.

هغې له يوې هندي رسنۍ سره خبرو کې ويلي، «روسیه د اوکراين د جګړې د ژر ډيپلوماتيک حل لپاره چمتو ده؛ خو اوکراين او لويديځ ملاتړي يې له دې ډېر لري دي، چې روسيې ته شرايط وټاکي.»

هغې نيوکه کړې، چې د اوکراين ملاتړي هېوادونه نه غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي همداراز ويلي، که څه هم مسکو له امريکا سره د خبرو په تړاو لوړې هیلې نلري؛ خو بيا هم ديپلوماسي ته دوام ورکوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب