ڪابل (ڪوه نور، ۸ جدي ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن دوشنبه د ډسمبر ۲۹مه ویلي، چې اوکراین هڅه کړې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګنځای، چې د نووګورود په سیمه کې دی، د بېپیلوټه الوتکو په واسطه برید وکړي.
لاوروف ویلي، د ډسمبر په ۲۸ او ۲۹ نېټه، اوکراین د ۹۱ اوږده واټن لرونکو بېپیلوټه الوتکو په وسیله پر دغه دولتي استوګنځای برید کړی؛ خو دا ټول ډرونونه د روسیې هوایي دفاع لهخوا ویجاړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د اوڪراین دې ډول بېپروا اقدامونو ته به ځواب ورکول کېږي او دغه برید یې "دولتپاله ترهګري" بللې ده.
د لاوروف پر وینا، له اوکراین د غچ اخیستونکو بریدونو لپاره اهداف ټاکل شوي او دا کار به د روسیې وسلهوال ځواکونه ترسره کړي.
هغه دا هم ویلي، برید په داسې حال کې شوی، چې د اوکراین د سولې پر تړون خبرې روانې وې او سره له دې، چې روسیه له مذاکراتو نه وځي؛ خو د مسکو دریځ به بیا وکتل شي.
بل پلو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا تور رد کړی او ویلي یې دي، چې دا دروغ دي او مسکو یوازې د دې لپاره پلمه جوړوي، چې پر کیف د دولت ودانیو باندې برید وکړي.
باید وویل شي، چې تر اوسه دا روښانه نه ده، چې پوتین د برید پر مهال په استوګنځای کې و که نه.




