د روسیې د دفاع وزارت وایي، د روسیې د "اورېشنیک" توغندي برید د اوکراین په لوېف ښار کې هغه فابریکه له فعالیته وغورځوله چې د غرب له خوا ورکړل شوو F-16 او MiG-29 جنګي الوتکو د ترمیم او خدمت چارې یې ترسره کولې.
دوه ورځې وړاندې د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی و چې پر اوکراین یې اورېشنیک توغندی ور توغولی، او ادعا یې کړې وه چې دا د روسیې په شمال کې د ولسمشر پوتین پر استوګنځې برید په ځواب کې و.
اورېشنیک د روسیه یو تر ټولو پرمختللی هستوي سرګوللې انتقالونکی توغندی دی، چې لوړ نظامي اهدافو لپاره کارول کېږي.
تر اوسه ددي توغندي په هکله کره معلومات ندي نشر شوي؛ خو ویل کېږي،چې لوړ یا منځنی واټن ویشتونکی توغندی ده.
هاخوا بيا اوکراین د روسيې د دې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.




