کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیه: د اوکراین پر وړاندې مو دریځ نه دی بدل شوی

کابل (کوه نور، ۲۳ اسد ۱۴۰۴): روسیې پرون ورځ "چهار شنبه، د اسد ۲۲مه" ویلی د اوکراین په اړه یې دریځ له هغه مهاله نه دی بدل شوی چې اوکراین د یاد هېواد د ولسمشر ولادي میر پوتین شرطونه رد کړل. د راپورونو په اساس، د روسیې ولسمشر په اوکراین شرطونه ایښي و چې د اوکراین له مهمو سیمو دي د کېیف ځواکونه په بشپړ ډول شاتګ وکړي او یاد…

2025-08-14 01:06 217۲ دقیقې لوستل
روسیه: د اوکراین پر وړاندې مو دریځ نه دی بدل شوی

کابل (کوه نور، ۲۳ اسد ۱۴۰۴): روسیې پرون ورځ "چهار شنبه، د اسد ۲۲مه" ویلی د اوکراین په اړه یې دریځ له هغه مهاله نه دی بدل شوی چې اوکراین د یاد هېواد د ولسمشر ولادي میر پوتین شرطونه رد کړل.

د راپورونو په اساس، د روسیې ولسمشر په اوکراین شرطونه ایښي و چې د اوکراین له مهمو سیمو دي د کېیف ځواکونه په بشپړ ډول شاتګ وکړي او یاد هېواد دي د ناټو د برخې جوړېدو له غوښتنې تېر شي.

د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ له ۲۰۲۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په الاسکا کې په یوه سرمشریزه غونډه کې د روسیې او اوکراین د جګړې ختمولو په موخه سره وویني.

پوتین همدارنګه زیاته کړې، کېیف باید په رسمي توګه مسکو ته د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو په ایتلاف کې د شاملېدو د پلانونو پرېښودو او د خپل ځان بې طرفه ښودلو خبر ورکړي.

په همدې حال کې ټرمپ په دې سرمشریزه غونډه کې له ګډون وړاندې ویلي، دواړه لوري د سولې هوکړې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړ دي چې یو بل ته هغه ځمکې ورکړي چې د دوی په واک کې دي.

خو بل پلو د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي د ځمکنیو مسایلو تر بحث وړاندې د اوربند کولو پر موافقه ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، د روسیې هر هغه وړاندیز چې پکې د اوکراین له ختیځ دونباس د اوکرایني سرتېرو وتل شامل دي ردوم او خپلې دفاعي کرښې نه پرېږدم.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب