روسيې ويلي، تېره شپه يې د اوکراین ۱۷۲ ډرون په بېلابېلو برخو کې را غورځولي، چې د ډرونونو غورځېدل په ځينو سیمو کې د اورلګېدنې لامل هم شوي دي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، اوکراین دغه ډرونونه بريانسک، بلګوردو، کالوګا، تولا، اوريول او پر پلازمېنه مسکو توغولي وو؛ خو د دغه هېواد د دفاعي سیستم له لوري شنډ شوي دي.
سرچينې ليکلي، ترټولو ډېر ډرونونه ۱۱۰ په بریانسک کې راغورځول شوي دي.
دغه بریدونه داسې مهال کيږي چې تېره ورځ د روسيې يو جنرال د موټر بم چاودنې له امله ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین اوړمه ورځ د روسیې صنعتی تاسيسات هم په نښه کړي وو.




