کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیه: د ايران او امريکا ترمنځ د ستونزو د حل په موخه همکاري ته چمتو يو

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره په تيليفوني خبرو کې د ايران او امريکا ترمنځ د ستونزو په ډيپلوماتيک حل ټينګار کړی او ويلي دي، چې روسيه د دواړو هیوادونو تر منځ د کشالې د حل په موخه چمتو ده.لاوروف دغه راز زياته کړې، چې امريکا او ايران دې د اوربند په تړاو پاکستان کې شوې هوکړې ت…

2026-04-20 22:54 78۱ دقیقې لوستل
روسیه: د ايران او امريکا ترمنځ د ستونزو د حل په موخه همکاري ته چمتو يو

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره په تيليفوني خبرو کې د ايران او امريکا ترمنځ د ستونزو په ډيپلوماتيک حل ټينګار کړی او ويلي دي، چې روسيه د دواړو هیوادونو تر منځ د کشالې د حل په موخه چمتو ده.
لاوروف دغه راز زياته کړې، چې امريکا او ايران دې د اوربند په تړاو پاکستان کې شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
هممهاله بيا عراقچي د هرمز تنګي او د امريکا له لوري د ايران د نيول شوې سوداګريزې بېړۍ په تړاو د خپل هېواد دريځ روسيې ته بیان کړی دی.
نوموړي دغه راز ويلي، ايران هڅه کوي، چې د روسیې بېړۍ په خوندي ډول او له ځنډ پرته تېرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران په بندرونو د امريکا محاصره روانه ده؛ هغه چې ايران يې د مذاکراتو مخکې خنډ بولي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب