کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیه د ایران او امریکا تر منځ د اټومي وسلو په تړاو خبرو کې مرسته کوي

بلومبرګ رسنۍ د روسیې چارواکو له قوله خبر ور کړی چې روسیه چمتو ده چې د ټرمپ له ادارې سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې مرسته وکړي. بلومبرګ پخپل راپور ویلي، ټرمپ تېره میاشت له ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني اړیکه کې دا غوښتنه کړې وه او په سعودي عربستان کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې یاده مو…

2025-03-04 22:03 92۱ دقیقې لوستل
روسیه د ایران او امریکا تر منځ د اټومي وسلو په تړاو خبرو کې مرسته کوي

بلومبرګ رسنۍ د روسیې چارواکو له قوله خبر ور کړی چې روسیه چمتو ده چې د ټرمپ له ادارې سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې مرسته وکړي.

بلومبرګ پخپل راپور ویلي، ټرمپ تېره میاشت له ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني اړیکه کې دا غوښتنه کړې وه او په سعودي عربستان کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې یاده موضوع، امریکایي چارواکو له خپلو روسي سیالانو سره په بحث کې یاده کړې ده.

ورته مهال د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف بلومبرګ ته ویلي، روسیه په دې باور ده، چې امریکا او ایران باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او مسکو چمتو دی چې دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول اقدام وکړي.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت لا تراوسه په دې اړه ځانګړي څه نه دي ویلي، خو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي وو، دغه د هېوادونو لپاره یوه عادي چاره ده چې یو بل ته د مرستې وړاندیزونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب