کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیه: د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د افسوس وړ دي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یو روسي رسنې سره په خبرو کې ویلي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې د د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. کابلوف د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د خواشینۍ وړ بللي او د افغانستان، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ د څلور اړخیز فورم د جوړېدو امکا…

2026-04-16 01:46 79۱ دقیقې لوستل
روسیه: د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د افسوس وړ دي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یو روسي رسنې سره په خبرو کې ویلي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې د د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

کابلوف د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د خواشینۍ وړ بللي او د افغانستان، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ د څلور اړخیز فورم د جوړېدو امکان یې هم یاد کړی دی.

نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو د ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې اوزیاته کړې ده، چې اوسنی وضعیت د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.

دا په داسې حال ده، چې دکابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې خبرې اته ورځې وړاندې د چین په منځګړيتوب په اورمچي ښار کې ترسره شوې.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب