د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې روسیه کې پر یو مسافر وړونکي ریل ګاډي د یوه پُل د نړېدلو له امله اووه تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د روسیې ټاس دولتي اژانس لیکلي چې دغه پېښه چې پکې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې د شپې لخوا د بریانسک په فیګونیچسکي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دغه سیمې قومندان الکساندر بوګومز ویلي چې یاده پېښه کې اووه تنه مړه او ۳۰ نور روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه ماشوم په ګډون د دوه نورو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
راپور کې راغلي چې د روسیې د اوسپنې پټلۍ شرکت د دغه پېښې علت د لېږد رالېږ علمیاتو کې ناقونه لاسوهنه یاده کړې چې له امله یې پر ریل ګاډي پُل نړېدلی دی.




