کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیې داوکراین په لور اټومي وړتیا لرونکی توغندی توغولی

خبرياله: نازو عمري روسیې نن اټومي وړتیا لرونکی بالستیک توغندی د اوکراین د لوېدیځ لور ته توغولی، چې څو جنګي سرګلولې لري.  دا برید د هغو پراخو بریدونو یوه برخه ده چې روسیې له ډرونونو او توغندیو سره یوځای پر اوکراین وکړل. په دغو بریدونو کې شاوخوا ٤ کسان په پلازمېنه کییف کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. روسیې دا بری…

2026-01-09 09:24 325۱ دقیقې لوستل
روسیې داوکراین په لور اټومي وړتیا لرونکی توغندی توغولی

خبرياله: نازو عمري

روسیې نن اټومي وړتیا لرونکی بالستیک توغندی د اوکراین د لوېدیځ لور ته توغولی، چې څو جنګي سرګلولې لري.

 دا برید د هغو پراخو بریدونو یوه برخه ده چې روسیې له ډرونونو او توغندیو سره یوځای پر اوکراین وکړل.

په دغو بریدونو کې شاوخوا ٤ کسان په پلازمېنه کییف کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

روسیې دا برید د یوه احتمالي ډرون برید په غبرګون کې کړی،چې ګواکې تېر دسمبر د ولسمشر پوتین استوګنځای هدف ګرځولی و؛ خو اوکراین دا ادعا رد کړې او د امریکا استخباراتي ادارې هم دا تور بې‌اساس بللی وو.

د اوکراین هوايي ځواک خبرداری ورکړی و چې ښايي روسیه د خپل "کاپوستین یار" له نظامي مرکز څخه توغندی توغوي. وروسته تایید شوه چې روسیې یو چټک بالستیک توغندی توغولی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب