روسیې د اوکراین ختیځ کې خپلو بريدونو کې ډېروالی راوړی
کابل (کوه نور ۳۰ سرطان ۱۴۰۴): د اوکراین پوځ ویلي، روسیې ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې پخپلو بريدونو کې ډېروالی راوړی او ویلي یې دي، چې د دواړو خواوو ترمنځ په یوه ورځ کې له ۱۰۰ ډېرې نښتې شوې دي. د اوکراین د وسله وال پوځ ستر درستیز پرون ورځ "یکشنبه، د جولای ۲۰مه" په یوه بیان کې ویلي، چې د روسیې لخوا پرون ورځ پر دغه هېوا…
2025-07-21 02:34 161۱ دقیقې لوستل
کابل (کوه نور ۳۰ سرطان ۱۴۰۴): د اوکراین پوځ ویلي، روسیې ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې پخپلو بريدونو کې ډېروالی راوړی او ویلي یې دي، چې د دواړو خواوو ترمنځ په یوه ورځ کې له ۱۰۰ ډېرې نښتې شوې دي.
د اوکراین د وسله وال پوځ ستر درستیز پرون ورځ "یکشنبه، د جولای ۲۰مه" په یوه بیان کې ویلي، چې د روسیې لخوا پرون ورځ پر دغه هېواد ۱۲ حملې ترسره کړې دي.
بیان کې ویل شوي، روسیې ځواکونو د اوکرایني ځواکونو پر سنګرونو ۷۱ رهبري شوي بمونه غورځولي دي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.