کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

روسیې د اوکراین ۶۷ ډرون الوتکې نسکورې کړي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  دنړۍ والو رسنیو د راپورونو پر اساس، روسیې، تېره شپه د اوکراین ۶۷ بې‌پيلوټه الوتکې بېلابېلو ولایتونو کې نسکور کړې دي. د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ۲۴ ډرونونه یوازې د بریانسک په او پاتې په نورو ولایتونو لکه ساراتوف، روستوف، ولګوګراد، مسکو، کورسک، توله، لینېنګراد، سماليِنسک اوریو…

2025-12-08 23:16 108۱ دقیقې لوستل
روسیې د اوکراین ۶۷ ډرون الوتکې نسکورې کړي

خبریال: فرمان الله زبیرزی

 دنړۍ والو رسنیو د راپورونو پر اساس، روسیې، تېره شپه د اوکراین ۶۷ بې‌پيلوټه الوتکې بېلابېلو ولایتونو کې نسکور کړې دي.

د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ۲۴ ډرونونه یوازې د بریانسک په او پاتې په نورو ولایتونو لکه ساراتوف، روستوف، ولګوګراد، مسکو، کورسک، توله، لینېنګراد، سماليِنسک اوریول او کالوګه کې له منځه وړې دي.

روسي چارواکو ویلي، دغه  پېښې مسکو کې د ډرون خطر له امله د څو هوايي ډګرونو الوتنې د لنډ مهال لپاره ځنډولې دي.

 رویټرز د راپور پر اساس، د مرګ ژوبلې په اړه لا دقیق معلومات نشته.

یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په ورستیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ  پر یوبل ډرون بریدونو زیات شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب