ڪابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، سرګي ریابکوف ټاس خبري آژانس ته ویلي، روسیه د وینزویلا له مشرتابه سره "شانه په شانه" ولاړه ده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې غواړي، چې له کاراکاس سره وضعیت یو بشپړ جنجال ته و نه رسوي.
ریابکوف زیاته کړې، مسکو د وینزویلا شاوخوا وضعیت ته له ژورې اندېښنې سره ګوري، ځکه، چې ترینګلتیا نه ده کمه شوې؛ بلکې زیاتېږي.
نوموړي زیاته کړې، دوی له وینزویلا سره یووالی او یو موټیتوب څرګندوي، له هغه چا سره، چې یې تازه د ستراتیژیکې ملګرتیا او همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
ریابکوف ویلي، دوی به د وینزویلا ملاتړ کوي، لکه څنګه چې وینزویلا ورسره په سخت حالت کې ملتیا کړې وه.
د هغه پر وینا، په دې سختو شېبو کې موږ د وینزویلا له مشرتابه سره اوږه په اوږه ولاړ یو او هیله یې څرګنده کړې، چې د ټرمپ اداره به له وضعیت لا پسې خرابولو ډډه وکړي.




