کابل (کوه نور، ۱۶ سنبله ۱۴۰۴): روسیې د یکشنبې پر شپه د اوکراین د جګړې تر ټولو ستر هوايي برید کړی، چې پکې یې له ۸۰۰ زیاتې ډرون الوتکې کارولې او د لومړي ځل لپاره یې د کییف یوه حکومتي وداني په نښه کړې ده.
په دې بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.
دغه ډرونونه د پلازمېنې کییف پر څو استوګنیزو ودانیو لګېدلي، چې په ښار کې تر ۱۱ ساعتونو د هوايي بریدونو له امله د خطر زنګ لاندې و.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، د مسکو ځواکونو په دې برید کې په مجموعي توګه ۸۱۰ ډرونونه، څلور بالستیک توغندي او نهه کروز توغندي توغولي دي.
د اوکراین هوايي دفاع سیسټم د روسیې ډېری توغندي یې ویشتلي؛ خو ۵۴ ډرونونه او نهه توغندي په بېلابېلو سیمو کې پر هدف لګېدلي دي.
په همدې حال کې د اوکراین لومړۍ وزیرې یولیا سویري دینکو ویلي، دا لومړی ځل دی چې د روسیې په بریدونو کې یوه حکومتي ودانۍ زیانمنه کیږي.
دینکو ویلي، نړۍ باید دغه برید ته یوازې روسیې د یکشنبې پر شپه د اوکراین د جګړې تر ټولو ستر هوايي برید کړی، چې پکې یې له ۸۰۰ زیاتې ډرون الوتکې وکارولې او د لومړي ځل لپاره یې د کییف د یوې حکومتي ودانۍ نښه وګرځوله.




