د روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړی، چې د غزې د جنګ (۲۰۲۳) کال راهيسې يې هلته ۲۵۰۰ ټنه درمل لېږلي دي.
دغه سازمان ويلي، له درملو سره يې د غزې له ځايي روغتونونو سره ۱۸ ميليونه ليټره د د نفتي توکو مرسته هم کړې ده.
سرچینې ليکلي، له خپلو شريکانو سره يې په ګډه په طبي برخه کې نور بېلابېل خدمات هم وړاندې کړي دي.
همدې حال کې بیا دغه سازمان ويلي، غزه کې روان حالت دغه سیمه نوره هم بحراني حالت ته بیايي.
دا په داسې حال کې ده، چې ياد سازمان له دې وړاندې غزه کې د بشري وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې وه او هلته يې له روغتونونو سره د مرستې غوښتنه کړې وه.




