د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ریابکوف ويلي، د امريکا وروستۍ کړنې نړيوال امنيت ته خطر دی او نړيواله ټولنه يې بايد د وغندي.
هغه ټاس خبري اژانس ته ويلي، امريکا د «نيو سټارټ» تړون له منځه وړي، چې د واشنګټن همدغه خود غرضي نړيوال امنيت ته بشپړ خطر دی.
هغه همداراز ويلي، هېواد يې چمتو دی، چې د امريکا د نا مسوولانه کړنو پر وړاندې اقدام وکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې امريکا په دې وروستيو کې د ګرينلينډ د نيولو سربېره منځني ختيځ کې هم خپل پوځي حضر ډېر کړی او ګمان کيږي چې پر ايران به بريد وکړي.




