ریاض منصور: اسرائیلو خپلې سرغړونې زیاتې کړي او غزې ته د بشري مرستو مخه نیسي
خبريال: فرمان الله زبيرزی په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي ریاض منصور د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې اسرائیل د ملګرو ملتونو د پرېکړو د عملي کولو پر ځای خپلې سرغړونې څو برابره زیاتې کړي او اسرائیلو په غزه باندې بریدونه نه دې درولې. د منصور پر وینا، اسرائیل لا هم فلسطینیان له هغو مرستو محروموي چې د ژوند…
2025-12-17 04:03 78۱ دقیقې لوستل
خبريال: فرمان الله زبيرزی
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي ریاض منصور د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې اسرائیل د ملګرو ملتونو د پرېکړو د عملي کولو پر ځای خپلې سرغړونې څو برابره زیاتې کړي او اسرائیلو په غزه باندې بریدونه نه دې درولې.
د منصور پر وینا، اسرائیل لا هم فلسطینیان له هغو مرستو محروموي چې د ژوند لپاره حیاتي دي.
نوموړی زیاتوي اسرائیلو د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د پرېکړو سرغړونې لا زیاتې کړې دي.