کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زاخارووا: لوېدیځ غواړي اوکراینیان له منځه یوسي، لکه څنګه چې هټلر غوښتل سلاوان له‌منځه یوسي

کابل (کوه نور ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا ویلي، لوېدیځ د اوکرایني وګړو د له‌منځه وړلو پلان لري او دا پلان یې د هټلر له هغو پلانونو سره پرتله کړی، چې د سلاو قومونو د نابودۍ لپاره جوړ شوي وو. زاخازووا له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، هېڅکله په دې شک نه لري، چې لوېدیځ یوازې…

2025-11-19 22:07 152۲ دقیقې لوستل
زاخارووا: لوېدیځ غواړي اوکراینیان له منځه یوسي، لکه څنګه چې هټلر غوښتل سلاوان له‌منځه یوسي

کابل (کوه نور ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا ویلي، لوېدیځ د اوکرایني وګړو د له‌منځه وړلو پلان لري او دا پلان یې د هټلر له هغو پلانونو سره پرتله کړی، چې د سلاو قومونو د نابودۍ لپاره جوړ شوي وو.

زاخازووا له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، هېڅکله په دې شک نه لري، چې لوېدیځ یوازې اوکراین د روسیې پر ضد د فشار د وسیلې په توګه نه کاروي؛ بلکې یو له هغو لیونیو نظریو څخه، چې د دې شخړې د پاروونکو ذهنونو ته ورغلي، د اوکرایني وګړو بشپړه نابودي ده.

زاخارووا زیاته کړې، لوېدیځ دا ډول پلانونه ۸۵ کاله وړاندې هم درلودل او موږ ولیدل، چې نازیزم او فاشیزم په ځانګړي ډول په اوکراین کې څومره وحشي وو.

هغې ویلي، ښايي لوېدیځ هیڅکله داسې ازاد اوکراین نه غوښت او نه هم داسې اوکراینیان، چې د نازیزم تر بیرغ لاندې د همکارانو په څېر ودرېږي.

زاخارووا ټینګار وکړی، چې د لوېدیځ له نظره، یا دې اوکراینیان د نازیزم نوې بڼې (نیو نازیزم) تر بیرغ لاندې راپورته شي، یا دې له‌منځه یوسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې پر وینا، همدا دقیقاً د هټلر هغه پلان و، چې غوښتل یې شوروي اتحاد ونیسي او دا پلان د سلاو قوم د نابودۍ لپاره و، چې نن ورځ موږ د همدې پلان عملي کېدل وینو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب