کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زرینې رفیق د پاکستان د ایف‌سي ځواک پر مرکز برید کړی

بلوچ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په نوکنډۍ سیمه کې د پاکستان د ايف سي ځواکونو پر مرکز د بريد مسوليت منلی دی. دغه برید تېره شپه د يوه ځانمرګي په بريد سره پيل شو، چې وروسته شپږ بريدګرو د مرکز دننه له پاکستاني ځواکونو سره جګړه وکړه. که څه هم نه پاکستاني چارواکو او نه هم بلوچ ازادي غوښتونکو د تلفاتو په اړه څه ويلي، خو ځينو ه…

2025-12-01 00:01 172۱ دقیقې لوستل
زرینې رفیق د پاکستان د ایف‌سي ځواک پر مرکز برید کړی

بلوچ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په نوکنډۍ سیمه کې د پاکستان د ايف سي ځواکونو پر مرکز د بريد مسوليت منلی دی.

دغه برید تېره شپه د يوه ځانمرګي په بريد سره پيل شو، چې وروسته شپږ بريدګرو د مرکز دننه له پاکستاني ځواکونو سره جګړه وکړه.

که څه هم نه پاکستاني چارواکو او نه هم بلوچ ازادي غوښتونکو د تلفاتو په اړه څه ويلي، خو ځينو هندي رسنیو د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې بريد کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

دغه برید داسې مهال کيږي، چې ورستیو ۲۴ ساعتونو کې په کوټه او بلوچستان کې ۷ نورې امنيتي پېښې شوي، چې ورسره چارواکو په دغه سيمو کې د امنيتي تدابيرو د سختولو اعلان کړی دی‌.

دا په داسې حال ده چې څو ورځې وړاندې پېښور کې هم د ايف سي ځواکونو په يوه مرکز برید کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب