کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلنسکي: دروسيې په پراخو هوايي برېدونو کې ٤ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

خبرياله: نازو عمري  د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پر خپل ټلګرام لیکلي؛ چې روسیې تېره شپه پر دې هېواد پراخ هوايي برېدونه کړي؛ چې په پایله کې ٤ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.  زلنسکي ویلي، روسیې شاوخوا ۳۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې، ۱۸ بالستیک توغندي او اووه کروز توغندي توغولي دي.  نوموړي زیاته کړې چې…

2026-01-13 08:22 286۱ دقیقې لوستل
زلنسکي: دروسيې په پراخو هوايي برېدونو کې ٤ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

خبرياله: نازو عمري 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پر خپل ټلګرام لیکلي؛ چې روسیې تېره شپه پر دې هېواد پراخ هوايي برېدونه کړي؛ چې په پایله کې ٤ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

 زلنسکي ویلي، روسیې شاوخوا ۳۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې، ۱۸ بالستیک توغندي او اووه کروز توغندي توغولي دي.

 نوموړي زیاته کړې چې د بریدونو موخه د انرژۍ د تولید فابریکې او برېښنايي سب‌سټېشنونه وو.

 په همدې حال کې د اوکراین د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د بېړنۍ برېښنا پرې کیدنې لړۍ د پلازمينې کیف ترڅنګ دګڼو نورو ولایتونو لکه چرنیه یف، اودېسا، خارکیف، دنیپروپتروفسک، زاپوریژیا او دونټسک کې پلې شوې ده.

 روسي چارواکو تر اوسه په دې اړه څرګندونې ندي کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب