کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلنسکي د اوکراین د انرژۍ شرکتونو په مدیریت کې د بیاکتنې اعلان کړی

کابل (کوه نور ۲۵ عقرب ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، اعلان کړی، چې د هېواد د لویو دولتي انرژۍ شرکتونو په مشرتابه کې به جوړښتي بدلونونه او مدیریتي بیاکتنې پیل شي. زلنسکي دا خبره د نوامبر په ۱۵مه، د شنبې په ورځ، پر خپل ټیلیګرام کې کړې او ویلي یې دي، چې له مالي فعالیتونو سره د هممهاله څېړنو ترڅنګ باید د دغو شرکت…

2025-11-15 22:13 122۲ دقیقې لوستل
زلنسکي د اوکراین د انرژۍ شرکتونو په مدیریت کې د بیاکتنې اعلان کړی

کابل (کوه نور ۲۵ عقرب ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، اعلان کړی، چې د هېواد د لویو دولتي انرژۍ شرکتونو په مشرتابه کې به جوړښتي بدلونونه او مدیریتي بیاکتنې پیل شي.

زلنسکي دا خبره د نوامبر په ۱۵مه، د شنبې په ورځ، پر خپل ټیلیګرام کې کړې او ویلي یې دي، چې له مالي فعالیتونو سره د هممهاله څېړنو ترڅنګ باید د دغو شرکتونو د مشرتابه د بیاکتنې بهیر هم پیل شي.

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی، چې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت "انرگواتم" لپاره به نوی نظارتي پلاوی په یوه اونۍ کې جوړ شي او د شرکت ټول مدیريتي غړي به بدل کړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه راز به د دولتي برېښنا تولیدونکي شرکت "اوکرهیدروانرګو"، د ګازو پایپ‌لاین سیستم اپراتور او د انرژۍ ستر شرکت "نفتوګاز" په مدیریت کې هم بدلونونه راشي او د دغو بدلونونو لپاره د داوطلبۍ نېټه ټاکل شوې ده.

زلینسکي دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې په اوکراین کې له روسیې سره د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی فساد افشا شو، چې له امله یې د یاد هېواد دوه وزیرانو استعفا ورکړه.

باید وویل شي، چې دا اقدام د ولسمشر زلنسکي له خوا د فساد پر ضد د مبارزې او د جګړه‌ ځپلي هېواد لپاره د بهرنیو مرستو د خنډ د مخنیوي هڅه ګڼل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب