کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلنسکي: روسیې یوې اوونۍ کې پر مونږ ۱۱ سوه ډرون بریدونه کړي

خبرياله: نازو عمري  داوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، چې پر هېواد یې د روسیې وروستي برېدونه د روسيې د ترهګرۍ ښکاره بېلګې دي.  زلنسکي همدراز ویلي، چې روسیې په سړې هوا کې د دغه هېواد د انرژۍ سیستم اغېزمن کړی دی .  زلنسکي دغه راز ویلي، چې تېرې یوې اوونۍ کې روسیې پر اوکراین ١١ سوه ډرون الوتکې٨٩٠ بمونه او…

2026-01-12 03:25 99۱ دقیقې لوستل
زلنسکي: روسیې یوې اوونۍ کې پر مونږ ۱۱ سوه ډرون بریدونه کړي

خبرياله: نازو عمري 

داوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، چې پر هېواد یې د روسیې وروستي برېدونه د روسيې د ترهګرۍ ښکاره بېلګې دي.

 زلنسکي همدراز ویلي، چې روسیې په سړې هوا کې د دغه هېواد د انرژۍ سیستم اغېزمن کړی دی .

 زلنسکي دغه راز ویلي، چې تېرې یوې اوونۍ کې روسیې پر اوکراین ١١ سوه ډرون الوتکې٨٩٠ بمونه او لږترلږه ٥٠ بېلا بېل توغندي توغولي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د روسيې له بریدونو وروسته د اوکراین د ډېرو سېمو حالت د اندیښنې وړ دی. 

 د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې اوکراین پر روسیې پراخ توغندیز برېدونه ترسره کړي وو چې په پایله کې دشپږ سوه زرو ودانېو برېښنا پرې شوې وه .

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب