کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلينسکي: د امريکا نوې تصويب شوې مرسته به د زرګونو اوکراينيانو ژوند و

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زلينسکي د امريکا د نويو پوځي مرستو د طرحې د تصويب هرکلی کړی او د امريکا د استازو جرګې له مشر مايک‌ جان‌سن په ګډون يې له هغو کسانو مننه کړې چې د مرستو د تصويب ملاتړ کوي. هغه ويلي، دغه مرستې به د زرګونو اوکرايني وګړو د خونديتوب او ژوند ژغورنې لامل شي‌. زلينسکي هيله ښودلې چې ياده ط…

2024-04-21 07:03 112۱ دقیقې لوستل
زلينسکي: د امريکا نوې تصويب شوې مرسته به د زرګونو اوکراينيانو ژوند و

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زلينسکي د امريکا د نويو پوځي مرستو د طرحې د تصويب هرکلی کړی او د امريکا د استازو جرګې له مشر مايک‌ جان‌سن په ګډون يې له هغو کسانو مننه کړې چې د مرستو د تصويب ملاتړ کوي.

هغه ويلي، دغه مرستې به د زرګونو اوکرايني وګړو د خونديتوب او ژوند ژغورنې لامل شي‌.

زلينسکي هيله ښودلې چې ياده طرحه به ډېر ژر د امريکا استازو جرګه کې تصويب او ولسمشر جو بايډن ته د لاسليک لپاره واستول شي.

د دغو پوځي امريکايي مرستو اندازه ۹۵ ميليارده ډالره ده چې په‌کې ۶۰ ميليارده ډالره د اوکراين، ۲۶ ميليارده ډالره د اسراييل، څه باندې ۹ ميليارده ډالره د غزې او سوډان د بشرپالنې او ۸٫۱۲ ميليارده ډالره د سيمې، هند، ارام سمندر او تايوان د امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړې شوې دي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن هم د طرحې د ژر تر ژره تصویب او هغه ته د استولو غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې، راتلونکې اونۍ د امريکا په استازو جرګه کې د پوځي مرستو دغه طرحه تصويب شي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب