کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلینسکي: اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د امریکا سند بشپړ چمتو دی

کابل (کوه نور، ۶ دلوه ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ ویلي، د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د امریکا سند بشپړ چمتو دی او کییف د لاسلیک لپاره د وخت او ځای ټاکل کېدو ته انتظار باسي.  هغه ویلي، په ابوظهبي کې له روسیې سره د اوونۍ په پای کې شویو خبرو اترو تر یوې اندازې پرمختګ درلود. ز…

2026-01-26 01:32 135۲ دقیقې لوستل
زلینسکي: اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د امریکا سند بشپړ چمتو دی

کابل (کوه نور، ۶ دلوه ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ ویلي، د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه د امریکا سند بشپړ چمتو دی او کییف د لاسلیک لپاره د وخت او ځای ټاکل کېدو ته انتظار باسي.

 هغه ویلي، په ابوظهبي کې له روسیې سره د اوونۍ په پای کې شویو خبرو اترو تر یوې اندازې پرمختګ درلود.

زیلینسکي د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیوس ته د سفر پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه تر هر څه مخکې د متحده ایالاتو له لوري د امنیت تضمینونه دي.

نوموړی زیاتوي، دا سند سل په سلو کې چمتو دی او اوکراین د خپلو شریکانو له خوا د هغه نیټې او ځای د تایید په تمه دی چېرې چې به یې لاسلیک کړي.

د زلینسکي پر وینا، دا سند به وروسته د تصویب لپاره د امریکا کانګرس او د اوکراین پارلمان ته هم واستول شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د جمعې او شنبې ورځو کې د اوکراین او روسیې مذاکره کوونکو د امریکا د منځګړیتوب په ګډون ابوظهبي کې خپلې لومړۍ درې اړخیزې خبرې وکړې؛ ترڅو د واشنګټن له خوا د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو پر چوکاټ بحث وشي؛ خو تر اوسه کومه هوکړه نه ده ترلاسه شوې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب