کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلینسکي د دوشنبې په ورځ ټرمپ سره د لیدلو په موخه واشنګټن ته ځي

کابل (کوه نور، ۲۶ اسد ۱۴۰۴): د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي سبا ورځ "دوشنبه، د اسد ۲۷مه" د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدو په موخه واشنګټن ته ځي. راپورونو کې راغلي، زلینسکي وروسته له هغې واشنګټن ته د تللو نیت کړی چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ په الاسکا کې د اوکراین او روسیې د…

2025-08-17 08:09 224۲ دقیقې لوستل
زلینسکي د دوشنبې په ورځ ټرمپ سره د لیدلو په موخه واشنګټن ته ځي

کابل (کوه نور، ۲۶ اسد ۱۴۰۴): د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي سبا ورځ "دوشنبه، د اسد ۲۷مه" د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدو په موخه واشنګټن ته ځي.

راپورونو کې راغلي، زلینسکي وروسته له هغې واشنګټن ته د تللو نیت کړی چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ په الاسکا کې د اوکراین او روسیې د سولې خبرې بې پایلې اعلان شوې.

د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي رسنیو ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ځي؛ ترڅو د امریکا له ولسمشر سره د اوږدمهالې وینې توېیدنې او جګړې د ختمولو د جزیاتو په اړه مفصلې خبرې وکړي.

د نیو یارک ټایمز د راپور په اساس، د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین له دې وړاندې ویلي و چې مسکو لنډ مهالي اوربند ته لېوالتیا نه لري؛ بلکې داسې اوږد مهاله حل غواړي چې د کریملین ګټې پکې په پام کې نیول شوې وي.

راپورونو کې همدارنګه راغلي، له زلینسکي سره به سبا دوشنبه د ټرمپ سربېره یو شمېر اروپایې مشران هم په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

په دې اروپایې مشرانو کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د اروپایې کمېسیون ریئس ارسولا فون ډرلېن او د فنلنډ ولسمشر الکساندر ستب شامل دي چې له زلینسکي او ټرمپ سره به په سپینه ماڼۍ کې وویني.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ او د روسیې ولسمشر پوتین په الاسکا کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ختمولو په موخه سره خبرې وکړې؛ خو دا خبرې پرته له کومې پایلې شریکولو پای ته ورسېدې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب