کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلینسکي د روسیې د بریدونو پر دوام له متحدینو د چټک امنیتي پلان جوړولو غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۳۱ اسد ۱۴۰۴): کېیف ویلي، د روسیې د بریدونو پر دوام له خپلو متحدینو د سولې په تړون کې د امنیتي تضمینونو د چټک پرمختګ طمع لرو. د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلینسکي د امریکا او اروپا له پوځي چارواکو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو د پیل لپاره وړاندیز شوي پلانونه ژر ژر چمتو کړي. زلینسکي پرون له خبریالانو سره په…

2025-08-22 00:41 265۲ دقیقې لوستل
زلینسکي د روسیې د بریدونو پر دوام له متحدینو د چټک امنیتي پلان جوړولو غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۳۱ اسد ۱۴۰۴): 
کېیف ویلي، د روسیې د بریدونو پر دوام له خپلو متحدینو د سولې په تړون کې د امنیتي تضمینونو د چټک پرمختګ طمع لرو.

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلینسکي د امریکا او اروپا له پوځي چارواکو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو د پیل لپاره وړاندیز شوي پلانونه ژر ژر چمتو کړي.

زلینسکي پرون له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې لا هم د روسیې لخوا داسې کومه نښه نشته چې دوی رښتیا په خبرو کې ګډون کول او د جګړې پای ته رسول غواړي.

هغه له خپلو متحدینو دا غوښتنې وروسته له هغې کړې چې د روسیې لخوا د اوکراین په څو سیمو کې تازه ۵۷۴ ډرونه او ۴۰ توغندي توغول شوي دي چې پکې د ملکیانو د ټپې کېدو سربېره استوګنځایونو او زېربناوو ته د پام وړ زيان اوښتی دی.

همدارنګه په موکاچیو کې د امریکا پر ملکیت یوه دولتي فابریکه هم برید شوی چې د اوکراین  په لوېدیځ سرحدي زاکارپاتیا سیمه کې موقیعیت لري.

د اوکرایني چارواکو پر وینا، دا برید د دې میاشتې تر ټولو لوی هوایې برید و چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د اوکراین لپاره د سولې راوستلو له خبرو څو ورځې وروسته ترسره شو.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، اوکراین باید غیر پوځي شي او له لوېدیځ سره د یوځای کېدو هڅه دي نه کوي.

لاوروف ویلي، د روسیې ولسمشر او زلینسکي هغه مهال سره کتلی شي چې اوکراین غیر جنوبي، غیر اتومي او غیر متحد پاتې شي.
 نوموړي همداراز کېیف او د هغه متحد د ټرمپ د سولې د هڅو ناکامولو تورن یاد کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب