کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلینسکي: روسیه د اوکراین پر وړاندې د بلاروس خاوره کاروي

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي، روسیه د بلاروس له خاورې څخه د اوکراين پر هدفونو بریدونه کوي او هڅه کوي چې د کیف د دفاعي کرښو چاپېره ځان تېر کړي. نوموړي زیاته کړې، روسان د بلاروس په پولو ته نږدې مېشتو ښارګوټو کې د عامو اوسېدونکو د اپارتمانونو بامونه کاروي، هلته یې انټنونه او نور تجهیز…

2025-12-26 22:05 133۱ دقیقې لوستل
زلینسکي: روسیه د اوکراین پر وړاندې د بلاروس خاوره کاروي

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي، روسیه د بلاروس له خاورې څخه د اوکراين پر هدفونو بریدونه کوي او هڅه کوي چې د کیف د دفاعي کرښو چاپېره ځان تېر کړي.

نوموړي زیاته کړې، روسان د بلاروس په پولو ته نږدې مېشتو ښارګوټو کې د عامو اوسېدونکو د اپارتمانونو بامونه کاروي، هلته یې انټنونه او نور تجهیزات لګولي، چې د "شاهېد" ډرونونو لپاره د هدف ټاکلو وسیلې ګرځېدلې دي.  

هغه ویلي، د روسانو دا کار د انساني ژوند له ارزښت سره ښکاره سپکاوی دی او هیله یې ښودلې، چې مینسک له دا ډول لوبو لاس واخلي.

د زلینسکي پر وینا، سره له دې چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ژمنه کړې، چې جګړې ته به خپل پوځیان نه استوي؛ خو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ د یرغل پر مهال یې روسیې ته اجازه ورکړه، چې له بلاروس څخه بریدونه پیل کړي او تر اوسه هم د روسیې نږدې ملګری پاتې شوی دی.  

زلینسکي دا کار د بلاروس د خپلواکۍ پر ضد اقدام بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا کار د بلاروس لپاره هم خطرناک دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب