کابل (کوه نور، ۳ سنبله ۱۴۰۴):
د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي د دغه هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي، له روسیې سره روانه جګړه نه بایلي
نوموړي پخپلو خبرو کې ویلي، دا ښکاره ده چې اوکراین تر دې دمه جنګ نه دی ګټلی؛ خو مالومه ده چې موږ د دې جګړې بایلونکي نه یو.
زلینسکي همداراز زیاته کړې، سره له دې چې د هېواد یو شمېر برخې یې د روسیې ځواکونو تر ولکې لاندې دي؛ خو یو اوکراین شتون لري او د ده پر وینا اوکراین به یو ځل بیا د یوې کورنۍ په څېر سره یو ځای شي.
نوموړي له روسیې سره د ټرمپ خبرو ته په اشارې چې د دې هېواد او روسیې ترمنځ د سولې راوستلو په اړه یې کړې وې ویلي، اوکراین بیا ځل هیڅ وخت هغه سپکاوی نه مني، چې روسیه یې جوړ جاړی بولي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، هېواد یې یوې عادلانه سولې ته اړتیا لري او پر وینا یې چې خپله اینده خپله جوړولای شي.
ولادي میر زلینسکي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د دې هېواد او روسیې ترمنځ د درې کلې جګړې د پای ته رسولو لپاره هلو هځلو زور اخېستی دی.




