کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي پر کیف د روسیې د وروستي برید په اړه له متحده ایالاتو د پیاوړي غبرګون ښودلو غوښتنه کړې ده.
زلینسکي د روسیې د وړمې شپې د برید په اړه، چې د اوکراین یوه دولتي وداني پکې په نښه شوې وه ویلي، اړینه ده، چې نن ورځ د ملګرو لخوا پر کیف د روسیې دا برید وغندل شي.
نوموړي ویلي، چې د امریکا لخوا د دې برید په تړاو د قوي غبرګون ښودلو طمع لري او پر وینا یې، چې دا هغه څه دي، چې ورته اړتیا ده.
د هغه پر وینا، روسیه هڅه کوي، چې د خپلو دوامداره بریدونو له امله اوکراین ته لا ډېر زیان ورسوي او پر وینا یې، چې روسیه له دې کار سره نړۍواله اداره ازمایې.
بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې لخوا پر اوکراین د وروستي برید له امله ناهیلي ښودلې، پر مسکو یې د نویو بندیزونو لګولو او د تعرفو لوړولو ګواښ کړی؛ خو تر اوسه یې کم عملي اقدام نه دی ترسره کړی.
په همدې حال کې واشنګټن او د اوکراین لوېدیځو ملاتړ کوونکو هېوادونو لا وار د مخه پر کیف د روسیې له وروستي برید وروسته پر مسکو مالي بندیزونه لګولي، چې د روسیې اقتصاد یې اغېزمن کړی دی.
باید وویل شي، چې د وړمې یکشنبې ورځې لومړیو ساعتونو کې روسیې د اوکراین پر یوه دولتي ودانۍ د ۸۰۰ څخه ډېرو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ برید وکړ، چې د اوکرایني چارواکو پر وینا، دا برید د دواړو هېوادونو ترمنځ اوکراین کې د نښتې تر ټولو ستر برید وو.




