کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زلینسکي پر کېیف وروستی برید پر ټرمپ برید بللی

کابل (کوه نور، ۷ سنبله ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي د روسیې لخوا پر کېیف وروستی برید، چې لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول مستقیماً پر ډونالډ ټرمپ برید بللی دی. اوکرایني چارواکو ویلي، یاد برید کې ۲۳ تنه وژل شوي، چې څلور پکې د دوه، ۱۴ او ۱۷ کلونو په عمر ماشومان وو. زلینسکي تېره شپه پخپله وی…

2025-08-29 01:25 148۲ دقیقې لوستل
زلینسکي پر کېیف وروستی برید پر ټرمپ برید بللی

کابل (کوه نور، ۷ سنبله ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي د روسیې لخوا پر کېیف وروستی برید، چې لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول مستقیماً پر ډونالډ ټرمپ برید بللی دی.

اوکرایني چارواکو ویلي، یاد برید کې ۲۳ تنه وژل شوي، چې څلور پکې د دوه، ۱۴ او ۱۷ کلونو په عمر ماشومان وو.

زلینسکي تېره شپه پخپله ویډیوې وینا کې ویلي، په نړۍ کې هر هغه هېواد، چې د سولې غوښتنه کوي د روسیې لخوا تر بریدونو لاندې نیول کېږي.

زلینسکي زیاته کړې، دا برید نه یواځې د اوکراین پر ضد برید دی؛ بلکې دا برید د اروپا پر ضد برید دی او دا د روسیې له لوري پر ولسمشر ټرمپ او نورو نړۍوالو لوبغاړو برید دی.

نوموړي ویلي، سپینه ماڼۍ کې یې له پوتین سولې ته د امادګۍ خبرې اورېدلې وې؛ خو هغه د سولې پر لور د هر ډول ریښتینو ګامونو پر ځای بالیستیک توغندي غوره کوي.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمسر ټرمپ له دې بریدونو کولو څخه خوښ نه دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ولسمشر ټرمپ له دې بریدونو کولو خبر نه و؛ خو د هغه لپاره د تعجب وړ خبره هم نه وه.

لیویت ویلي، ټرمپ له دې کبله، چې د اوربند لور ته پر مختګ نه دی شوی نا هیلی دی او پر مسکو یې د نویو بندیزونو او تعرفو لګولو ګواښ کړی دی.

همداراز اروپایې ټولنې او ملګرو ملتونو د روسیې لخوا پر کېیف د وړمې چهار شنبې او پنج شنبې ترمنځ شپو کې بریدونه غندلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب