کابل (کوه نور، ۲۸ مېزان ۱۴۰۴): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي، که بلنه ورکړل شي؛ نو چمتو دی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ جوړېدونکي سرمشریزې غونډې کې ګډون وکړي.
زلینسکي نن خبریالانو ته ویلي، که ورته بلنه ورکړل شي، په دې جوړېدونکې سرمشریزه کې به ګډون وکړي.
نوموړی د غونډې د ځای، بوداپست، په اړه اندېښنه ښودلې، ځکه د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان له مسکو سره نږدې اړیکې لري او د کیف پر وړاندې دښمنانه دریځ لري.
زلینسکي ویلي، که چېرې بوداپست ته وربلل کېږي، که دا بلنه په داسې بڼه وي، چې پکې درې واړه مشران سره وګوري، یا لکه څنګه، چې ورته شټل ډیپلوماسي وایي، ولسمشر ټرمپ له پوتین سره وګوري او بیا له ده سره وګوري؛ نو په یوه یا بله بڼه به موافقه وشي.
د الجزیرې په راپور کې راغلي، چې د هنګرې پلازمېنې بوداپست کې د دې سرمشریزې لپاره لا تر اوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې دا غونډه به په راتلونکو اونیو کې ترسره شي.
د راپور له مخې، ټرمپ لا هم هڅه کوي، چې جګړه ختمه کړي؛ هغه جګړه، چې له هغه وخته روانه ده، چې روسیې په فبروري ۲۰۲۲ کې پر خپل ګاونډي هېواد برید وکړ.
راپور کې راغلي، د امریکا ولسمشر لا تر اوسه کوم مفصل وړاندیز نه دی وړاندې کړی او د سولې په اړه یې دریځ تل پريشان ښکاري.
ټرمپ په وروستیو میاشتو کې له پوتین سره د اګست میاشت کې په الاسکا کې تر لیدنې وروسته ویلي و، چې د پوتین له لوري د پام وړ امتیازونو نشتون مایوسه کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې ډونالډ ټرمپ دا وړاندیز هم کړی، چې امریکا ښايي اوکراین ته د اوږده واټن توماهاک توغندي واستوي، چې دا اقدام مسکو «د شخړې د پراخېدو» هڅه بللې ده.




