کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زهران ممداني د نیویارک ښار لپاره نوی ښاروال ټاکل شوی

خبریال: صابر احمدزی د راپورونو پر اساس، زهران ممداني د نیویارک لپاره نوی ښاروال ټاکل شوی، چې د لوړې "تحلیف" مراسمو کې یې د انجیل پر ځای پر قرآن کریم سوګند یاد کړی دی. د سرچینو د مالوماتو پر اساس، که څه هم د ممداني دا کار د امریکا د اساسي قانون له مخې په بشپړه توګه قانوني دی؛ خو له سمبولیک پلوه دا د امریکا د ښاري سیاست…

2025-12-31 23:07 189۲ دقیقې لوستل
زهران ممداني د نیویارک ښار لپاره نوی ښاروال ټاکل شوی

خبریال: صابر احمدزی

د راپورونو پر اساس، زهران ممداني د نیویارک لپاره نوی ښاروال ټاکل شوی، چې د لوړې "تحلیف" مراسمو کې یې د انجیل پر ځای پر قرآن کریم سوګند یاد کړی دی.

د سرچینو د مالوماتو پر اساس، که څه هم د ممداني دا کار د امریکا د اساسي قانون له مخې په بشپړه توګه قانوني دی؛ خو له سمبولیک پلوه دا د امریکا د ښاري سیاست فضا کې یو نوی حد ماتوي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، ممداني د نیویارک لومړنی مسلمان ښاروال دی، چې د قرآن پر متن به لوړه کوي؛ داسې یو اقدام چې په امریکا کې د هویت، کډوالۍ او دین په اړه د روانو تودو بحثونو په منځ کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د راپورونو پر اساس، هغه به په دوو جلا مراسمو کې د لوړې مراسم ترسره کړي، چې یو خصوصي مراسم به د «سِټي هال» په تړل شوي مترو سټېشن کې ترسره شي او بل عام مراسم به د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته وي.

فاکس نیوز لیکي، که څه هم د امریکا اساسي قانون رسمي دین نه مني او پر هر مذهبي یا غیر مذهبي متن د سوګند اجازه ورکوي؛ خو منتقدان وایي، چې د نیویارک ښاروالۍ په څېر مقام کې په شعوري ډول د قرآن کارول یوازې شخصي انتخاب نه دی؛ بلکې یو روښانه سیاسي پیغام لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب