کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زيلنسکي: د روسيې د تېلو ټانکرونه دې ودرول شي، او بنديزونه دې پرې ولګول شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي پر اېکس ليکلي، پر روسيې بنديزونه نه لګول، دغه هېواد ته دا پیغام ورکوي، چې د اوکراین پر وړاندې دې جګړه روانه وساتي. هغه زياته کړې، تېره يوه اوونۍ د روسيې له لوري پر دغه هېواد دوه زره او ۳۶۰ بريدونه شوي،‌ چې ډیرې هغه یې د هدایت شوي بمونو او توغنديو په واسطه وو. نوموړي دغه راز نيوکه…

2026-04-19 06:49 74۱ دقیقې لوستل
زيلنسکي: د روسيې د تېلو ټانکرونه دې ودرول شي، او بنديزونه دې پرې ولګول شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي پر اېکس ليکلي، پر روسيې بنديزونه نه لګول، دغه هېواد ته دا پیغام ورکوي، چې د اوکراین پر وړاندې دې جګړه روانه وساتي.

هغه زياته کړې، تېره يوه اوونۍ د روسيې له لوري پر دغه هېواد دوه زره او ۳۶۰ بريدونه شوي،‌ چې ډیرې هغه یې د هدایت شوي بمونو او توغنديو په واسطه وو.

نوموړي دغه راز نيوکه کړې، چې د روسيې د تېلو لپاره هر ورکړل شوی ډالر د اوکراین خلاف جګړې ته پيسې ورکول دي.

زيلنسکي زياته کړې، اوسمهال د روسيې د لس ميليارده ډالرو په ارزښت ټېل سمندر کې بار دي، چې دغه پيسې په مستقیم ډول د اوکراین پر ضد بريدونو کې کارول کيږي.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې امريکا د روسيې په تېلو بنديز معاف کړ او دغه چاره يې د انرژي د‌ بازار د ثبات لپاره مهمه وبلله.

زيلنسکي دغه راز له‌ هغه هېوادونو مننه کړې، چې پر روسيې د جګړې د پای ته رسولو يا کمولو فشار اچوي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب